IQNA

سپاه پاسداران  یوازې د ایران د ملت نه،بلکې د نړۍ د درستومستضعفانوهیله دي

13:21 - February 25, 2023
د خبر لمبر: 3486948
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د اسلامی شورا مشر د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو اود اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ملی ورځې په مناسبت پخپلو جلاجلا پیغامونو کې وئيلي دي،سپاه پاسداران د ایران د ملت سترګې او مشال، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ډاډ دي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي شورا مشر ښاغلی قالیباف د حضرت امام حسین حضرت ابوالفضل العباس او حضرت امام سجاد علیهم السلام د نیکمرغه زوکړو کلیزې او دغه راز په ایران کې دسپاه پاسدارانو د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې وویل سپاه پاسداران د ایرانی ملت سترګې او چراغ ، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ګرمی ده.

ښاغلی قالیباف زیاته کړه د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک تل د زلزلې ، سیلاب او نورو بلاګانو او پیښو کې او په هر ځای کی چی خلک مرستې ته اړتیا ولرلې شی ، نه یوازې د یوه ځواک په چوکاټ کې بلکې د یوه عظیم اجتماعی سازمان په شان د درست ملت مرسته کوی او د خلکو له اوږو مشکلات لیری کوی .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي  هم په دې مناسبت په مراسمو کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له یو شمېر ځواکونو سره په لیدنه کې وویل: نن سبا، دښمنان د سپاه له نامه څخه ویریږي، او هغوی ځکه له سپاه سره ستونزه لري چي دغه سپېڅلي ځواک له الهي ارزښتونو، ولس او خپل ټاټوبې څخه دفاع کوي.

رئیسي زیاته کړه: دښمنان په ځلونو اسلامي ایران سره، مقابلې ته وتلي او هر ځلې ماته خوړلې ده او خپله هم په دې باندې اعتراف کوي.

د ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي د اسلامي نظام دښمنان به تل ماتې سره مخامخ شي، جوته کړه: زمونږ دښمنان د سپېڅلي دفاع، اقتصادي جنګ او رسندویې جنګ کې هم ماته خوړلې ده.

رئیسي ټینګار وکړ چي د داعش ترهګره ډله د نړیوال استکبار له لورې رامینځ ته شو لیکن سپاه پاسداران په خپل حضور سره، امنیت رامینځ ته کړ او د ټروریزم د ماتولو په زمینه کې یې ځلانده کړچار په خپلې نامې سره ثبت ته ورساوه او په دې لړ کې شهید سردار قاسم سلیمانی ټروریزم سره د مبارزې اتل شو.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128536

captcha